ایکناخبری اژانس د امواج نت له قوله راپور راکړ،د مصر د لرغونو آثارو پخواني وزیر زاهی حواس په مصر کې د آذان د غږ د خپریدا په باب په یولړ څرګندونو مطرح کولو سره،په ټولنیزو چینلونو کې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.
هغه په یوې ټيلیویژنی مرکې کې ووئیل، دمصریانو ځیني چلندونه ،دبهرنیو سیلانیانود خپګان سبب کیږي،لازمه ده چې د آذان د غږآوریدل یوازې د جوماتونو تر داخله محدود شي.
د مصر دلرغونو آثارو پخواني وزیر زیاته کړې ده،کله چې زه په الاقصرولایت کې وم،نو احساسول مو چې له هر پلوه د لاوډسپيکرو غږونو کلابند کړی یم،په داسې حال کې چې هیڅ مذهبی کس حاضر نه دی،د نورو د خپګان سبب شي.
د مصر د یوه پخواني وزیر ددغړو څرګندونو مطرح کیدا په داسې حال کې ده چې د امریکایو مشهور ډایریکټر او لوبغاړي مورګن فریمن په یولړ څرګندونتو کې د آذان غږ، یو ترټولو ښکلي او په زړه پورې غږ بللی دی.